د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو مرستیال او دوغارون د آزادې اقتصادي سیمې د مسئولینو ترمنځ ناسته – د سوداګرو، پانګوالو او موټر چلوونکو ستونزې وڅېړل شوې

هرات
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو مرستیال، محترم الحاج عبدالله دشتي، د یاد ولایت له یو شمېر سکتوري اتحادیو استازو سره یو ځای، د ایران په دوغارون سیمه کې د آزادې اقتصادي زون له مسئولینو سره کاري ناسته وکړه.

په دې ناسته کې ښاغلي دشتي د دوغارون آزادې سیمې د پانګونې په ارزښت او د دواړو هېوادونو لپاره د دې سیمې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ایراني اړخ یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز، د دوغارون آزادې اقتصادي سیمې مسئولینو څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي، او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به یو نوی حمایوي پلان د افغانستان او ایران د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره طرحه او په دې سیمه کې پلي کړي.

د ناستې په دوام کې، د دواړو لورو مسئولینو د فخري‌زاده پارکینګ ته هم سفر وکړ، هلته یې د افغان موټر چلوونکو ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.