د هرات د نړیوالو اړیکو مشر د خصوصي سکتور د ننګونو په اړه د یوناما او UNDP له استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ

هرات
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نړیوالو اړیکو رئیس الحاج سید جمال‌الدین هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه، د ولایتي اتاقونو د رئیسانو، او د یوناما او UNDP دفترونو له لوړپوړو استازو سره په یوه ګډه ناسته کې ګډون وکړ.

د دې ناستې په پیل کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه، ښاغلي هاشمي، او د هېواد د بیلابیلو ولایتي اتاقونو مشرانو د خصوصي سکتور له موجودو ستونزو او ننګونو سره خبرې وکړې. هغوی ټینګار وکړ چې باید له افغان پانګوالو او سوداګرو سره د نړیوالې همکارۍ کچه لوړه شي.

په دغه ناسته کې د یوناما او UNDP دفترونو لوړپوړو استازو هم ګډون کړی و. دوی ژمنه وکړه چې له افغان خصوصي سکتور سره به همکاري وکړي، او ویې ویل چې هڅه کوي په نړیواله کچه هم د افغانستان خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو او ملاتړ کچه لوړه کړي.