د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د محترمې رهبری پلاوي او د ایران د رېل پټلۍ کنسرسیوم د رئیس ترمنځ ناسته وشوه، ترڅو د هرات – خواف د رېل پټلۍ په مسیر کې موجودې ستونزې وڅېړي او د حل لارې ورته ولټوي.
د ناستې په پیل کې، الحاج محمد لطیف قناویزیان، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، او الحاج عبدالله دشتي، د خدماتو مرستیال، د هرات – خواف د رېل پټلۍ د فعالیت هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې، سره له دې چې دا پروژه فعاله ده، خو لا هم په مسیر کې یو شمېر ننګونې شته چې باید د افغانستان او ایران د رېل پټلۍ د صنعت د ودې لپاره حل شي او دا مهم ترانزیټي مسیر لا پیاوړی شي.
همداراز، د ایران د رېل پټلۍ کنسرسیوم رئیس، ښاغلي مصطفی رضايي، وویل چې، سره له دې چې د خواف – هرات رېل پټلۍ لنډ مهالی فعالیت درلود، خو د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو رضایت یې تر لاسه کړی دی. هغه زیاته کړه چې د دواړو لوریو د سوداګرو او صنعتکارانو د توکو د ترانزیت د اسانتیا لپاره به لا ډېرې هڅې وشي، او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د محترمې رهبری په همکارۍ به د موجودو ستونزو د حل هڅې جاري وي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرانو ناسته د ایران د رېل پټلۍ کنسرسیوم له رئیس سره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode