نن د هرات ولایت د خصوصي سکتور د مرستو کمیټې رضا کاره ډله د اسلامقلعه بندر ته واستول شوه، ترڅو د هیوادوالو د باعزته انتقال بهیر تعقیب کړي او یو شمېر بیرته راستانه شوي هیوادوال یې کابل ته ورسول.
یاده دې وي چې نن نه یوازې د اسلامقلعه له لارې راستانه شوي هیوادوال، بلکې د هرات ښار له دننه څخه هم یو شمېر سرګردانه عودت کوونکي د دې کمیټې له خوا کابل ته ولېږدول شول.
د بیرته راستانه شویو هیوادوالو د باعزته انتقال بهیر هره ورځ د هرات ولایت د خصوصي سکتور د مرستو کمیټې له خوا پرمخ وړل کېږي.
د هرات د خصوصي سکتور په هڅو او زړورتیا، بیرته راستانه شوي هیوادوال کابل ته رسول کېږي!
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode