د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس ګډون د زعفرانو او کورنیو تولیداتو ستر نندارتون کې

هرات
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، محترم محمد یونس قاضي‌زاده، په هغه ستر نندارتون کې ګډون وکړ چې د "ګل زعفران" او د هرات ولایت د کورنیو محصولاتو تر عنوان لاندې د آسمان تالار کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، د دولتي ادارو رئیسانو، سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو په ګډون پرانیستل شو.

محترم قاضي‌زاده د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې افغانستان، په ځانګړي ډول هرات، د زعفرانو د کر او راټولولو لپاره لوړ ظرفیت لري او زعفران یې د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی. نوموړي همداراز د افغانستان د ملي پانګوالو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د هېواد صنعت هم ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

په دې ناسته کې محترم مولوي بشیر محمد سیرت د صنعت او تجارت رئیس، محترم احمدالله متقي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو د زعفرانو ارزښت او د کورني صنعت د ودې په اړه خبرې وکړې.

یاده دې وي چې په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه ډېر غرفې شته، چې پکې د هرات د صنعتي ښارګوټي بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي او دا نندارتون به د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانستی وي.