04
نهي, نوومبر
1 New Articles

دمیدان وردګ د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو د راټولولو غونډه د تاجرانو په حضور کې ترسره کړه.

وردک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغه مهمه ناسته، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په تالار کې د دې لپاره جوړه شوې وه چې د زلزله‌ځپلو هېوادوالو لپاره مالي او انساني مرستې راټولې شي. په یاده ناسته کې، د صنعت او تجارت رئیس انجنیر خان محمد زواک، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل  زکریا نوري، د میدان‌شهر د اتحادیو مشران، او یو شمېر تاجران، مشران او د خصوصي سکتور استازي ګډون کړی وو. ناسته د زکریا نوري د وینا سره پیل شوه. نوموړي د دې ناورین د انساني اړخونو یادونه وکړه او وویل چې د ټول ملت، په ځانګړي ډول د تاجرانو او پانګوالو ديني، ايماني او ملي مسؤولیت دی چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي.ورپسې انجنیر خان محمد زواک له د اتحادیو له مسؤلینو او تاجرانو وغوښتل چې د مرستو راټولولو په برخه کې پراخه همکاري وکړي.

د ناستې له پرېکړې سره سم، ټولې نغدي مرستې به د اتحادیو له لوري راټولیږي او وروسته به هغه ځانګړې کمېټې ته وسپارل شي چې د مقام ولایت له لوري ټاکل شوې او د صنعت او تجارت ریاست او د سوداګرۍ خونې استازي پکې شامل دي.

ناسته د ازاد بحث له لارې دوام وکړ، چې پکې ګډونوالو د مرستو د تنظیم، شفاف راټولونې او عادلانه وېش په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. په پای کې، ګډونوالو د یووالي، ژمنتیا او بشپړ ملاتړ څرګندولو سره، له دې انساني اقدام څخه ملاتړ اعلان کړ.