د "افغان قرغز" د کان کیندنې او پروسس شرکت د معززو شخصیتونو لکه: الحاج هدایتالله بدري د معادن او پټرولیم سرپرست وزیر، شیخ انورالحق انور د اداري چارو رئیس، قاري بختیار معاذ د میدان وردګو والي، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو او نورو محلي چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
ښاغلي معاذ، مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې شرکت پرانیسته د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او د خصوصي سکتور دا ډول اقدامات یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ارزښتناک وبلل. هغه وویل، چې د یاد ولایت مقام به د فابریکو، سړې خونې او صنعتي پروژو په برخه کې پوره ملاتړ کوي، او د خصوصي سکتور ستونزې به له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.
د "افغان قرغز" د کان کیندنې او پروسس شرکت رئیس، د لوړپوړو مېلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې انتیموان یو مهم او ستراتیژیک عنصر دی، چې په طبیعت کې د نقرې رنګ لرونکی او شکننده نیمه فلز دی، او اکثره وختونه په مرکبي بڼه موندل کېږي. نوموړي د دغه فلز پر پراخو کارونو رڼا واچوله، او وې ویل چې دا فلز په بیټرۍ جوړولو، نظامي وسایلو، ښیښهسازۍ، سرامیک او درمل جوړونې کې حیاتي رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان، په ځانګړي ډول میدان وردګ، د انتیموانو غني زیرمې لري او د استیبنایت پراخ کانونه د استخراج او پروسس لپاره زمینه برابروي. هغه وویل، د دې پروژې له تطبیق سره به هر کال تر ۲۰ میلیونه افغانیو زیات عواید د دولت خزانې ته ولویږي او له ۴۰۰ زیات کسان به په مستقیم ډول په کار بوخت شي. دغه راز، د دې ارزښتناک فلز صادرات به د سیمې هېوادونو ته پیل شي.
محترم شیخ صاحب انورالحق انور، د امارت اسلامي د اداري چارو رئیس، د افغان قرغز شرکت هڅې وستایلې او دا ډول پروژې یې د اقتصادي خپلواکۍ، ملي نوښت او د حکومت لاسته راوړنې وبللې. هغه ټینګار وکړ چې امارت اسلامي به د قوي ارادې او منظم سیاستونو له لارې د هېواد د صنعتي کېدو او اقتصادي خپلواکۍ زوړ خوب رښتیا کړي.
الحاج هدایتالله بدري زیاته کړه چې میدان وردګ یوازې یو زراعتي ولایت نه دی، بلکې د کانونو له پلوه یو شتمن ولایت دی، چې دا ظرفیت لري چې د افغانستان اقتصادي خپلواکي ته لاره هواره کړي. له بده مرغه، د اشغال پر مهال دا کانونه غیرقانوني ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل، خو اوس د امارت اسلامي تر حاکمیت لاندې د کانونو قانوني استخراج او پروسس دننه په هېواد کې پیل شوی دی.
د "افغان قرغز" د کان کیندنې شرکت په ۵ میلیونه ډالرو ارزښت د میدان وردګو ولایت کې پرانیستل شو
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode