د اتحادیې رئیس محترم مجیب الزحمن شهاب څرګنده کړه چې په میدان وردګو کې شاوخوا ۲۵۰ کوچني او لوی فارمونه شته چې نږدې ۵۰،۰۰۰ د شاتو مچیو صندوقونه لري. که د یوه صندوق ارزښت یوازې ۴،۰۰۰ افغانی حساب شي، نو دا برخه نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو پانګونې ته اړتیا لري — دا په داسې حال کې ده چې نور اړوند تجهیزات پکې نه دي شامل شوي.یاد فارمونه نه یوازې له ولایتونو، بلکې له هېواده بهر هم هغو سیمو ته انتقالېږي چې د لوړ کیفیت شاتو د تولید وړتیا لري. هر فارم کې شاوخوا ۵ تنه مسلکي کارکوونکي فعال دي، چې ټول ټال ۱۲۵۰ کسان کېږي.
د فارمونو له لارې لومړۍ درجه شات تولیدېږي، چې د نړیوال بازار له معیار سره برابر دي، لکه شینشوبي، سنخلي، گلبخورک، خرنکي، د بابا د غرونو شات، ریحان، جمبلک او نور. هر کال شاوخوا ۷۵۰ ټنه شات راټولېږي، چې که په اوسط ډول یو کیلو په ۴۰۰ افغانی وپلورل شي، نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانی عواید تر لاسه کېږي. د غونډې پای کې د سوداګرۍ خونې مسؤلینو ژمنه وکړه چې د زنبوردارانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل زکریا نوری د زنبوردارانو د اتحادیې له رئیس محترم مجیب الزحمن شهاب سره مهمه لیدنه ترسره شوه، چې پکې د ولایت د شاتو سکتور ظرفیتونه، ارزښتونه او ستونزې وڅېړل شوې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode