د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا، د نړیوال کار سازمان (ILO) په همکارۍ، د ماشومانو د کار د لهمنځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځانګړی محفل جوړ شو.
په دغه محفل کې دولتي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي ګډون درلود، چې پکې ښاغلي اسدالله اسدي (د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس)، احمد شکیب اکبري (اجرائیوي آمر)، مولوي سردار محمد حیدري (د بلخ د اقتصاد رئیس)، احمد ولي سنګر (اقتصادي کارپوه)، سید ذینالله عثماني (د بلخ د کرنې خونې رئیس)، د کار او ټولنیزو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو استازي، سوداګر، متشبثین او اقتصادي فعالین شامل وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي اسدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ماشومانو د کار منفي اغېزې تشریح کړې او ویې ویل چې خصوصي سکتور کولی شي د دې پدیدې پر ضد مهم رول ولوبوي. نوموړي د ILO له همکارۍ مننه وکړه او د بلخ د اتاق او سوداګرو ژمنتیا یې د اړوندو ادارو سره د همکارۍ لپاره اعلان کړه.
نور ویناوال هم د ماشومانو د کار د مخنیوي، د کورنیو د ملاتړ، او د عامه پوهاوي زیاتوالي په اړه خپل نظریات شریک کړل.
په پای کې، ګډونوالو ژمنه وکړه چې له ګډو هڅو سره، د خصوصي سکتور، دولت او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، د ماشومانو د کار مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کوي.
په بلخ ولایت کې د ماشومانو د کار د لهمنځه وړلو نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه (4)
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode