د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم دورې اوولسمه غونډه، د ښاغلي سید جمیل سادات د مدیره پلاوي د رئیس په مشرۍ او د ښاغلو احمدشاه حکیمی لومړی مرستیال، همایون خواجه زاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال او غلام سخي محمدی د کابل خونه اجرائیه رئیس ګډون درلود.
د مقدماتي خبرو وروسته، غلام سخي محمدی د اجرائیه ریاست راپورونه او وړاندیزونه چې د غونډې آجنډا موضوعات یې هم شامل وو، ګډونوالو ته وړاندې کړل.
وروسته ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د بحثونو له بشپړېدو وروسته د خونې مشرتابه د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وکړې.
دوشنبه، د کب ۱۱ مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم دورې اوولسمه غونډه ترسره شوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode