د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم پړاو شپاړسمه غونډه، د ښاغلي سید جمیل سادات د مدیره پلاوي د رئیس په مشرۍ او د ښاغلو احمدشاه حکیمی لومړي مرستیال، همایون خواجه زاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال، گل نبی عیدی زاده د خدماتو مرستیال، اختر محمد احمدی د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس او غلام سخی محمدی د خونې د اجرائیه رئیس په ګډون ترسره شوه.
وروسته د اجرائیه کمېټې د شپاړسمې غونډې د اجنډا موضوعات د ښاغلي اختر محمد احمدی له لوري غونډې ته وړاندې شول.
همدارنګه، د کابل خونې د اجرائیه ریاست راپورونه او وړاندیزونه د ښاغلي غلام سخی محمدی له خوا غونډې ته وړاندې شول.
د اجنډا د موضوعاتو او همدارنګه د مدیره پلاوي او د اجرائیه ریاست د وړاندیزونو په اړه له هر اړخیز بحث وروسته، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
سه شنبه، د سلواغه ۱۴ مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم پړاو شپاړسمه غونډه ترسره شوه.
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode