د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره پلاوي رئیس، احمدشاه حکیمی لومړی مرستیال، همایون خواجهزاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال، گل نبی عیدیزاده د خدماتو مرستیال، اختر محمد احمدی د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس او غلام سخی محمدی د اجرائیوي هیئت رئیس شامل وو، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې له رئیس ښاغلي مایل آغا خیرخواه سره د یادې خونې د ریاست په مقر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کابل د خصوصي سکتور د فعالیتونو د همغږۍ او لا ښه والي په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
سه شنبه، د سلواغه ۱۴ مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې له رئیس سره لیدنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode