ښاغلو: سید جمیل سادات د کابل خونې د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي د مدیره هیئت لومړی مرستیال، ګل نبي عیديزاده د مدیره هیئت خدماتي مرستیال، اخترمحمد احمدي د مدیره هیئت د دارالانشا رئیس، ذبیحالله مومنزاده او محمد ناصر صمیم د مدیره هیئت غړي، او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د یو شمېر تاجران او د خونې د کارکوونکو په حضور کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت له عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي سره ولیدل.
د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي، د ښاغلي سید کریم هاشمي غوره ټاکنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس په توګه، د هغوی د وړتیاوو او د هېواد د خصوصي سکتور د خدمت په برخه کې د هڅو له امله، مبارکي وویله او ورته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي د دې خونې تېر پروګرامونه وڅېړل او د خدمترسونې او له مرکزي خونې سره د همغږۍ په برخه کې یې خپل ژمنتیا اعلان کړه.
ښاغلي سید کریم هاشمي، د خونې عمومي رئیس، د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي له حضور څخه مننه وکړه او د مرکز او ولایتونو په کچه د خصوصي سکتور د ستونزو پر حل ټینګار وکړ، او د ننګونو د تعقیب او حل لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
دوشنبه، د زمری ۱۳مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس سره لیدنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode