ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي د مدیره هیئت لومړی مرستیال، همایون خواجهزاده د مدیره هیئت سوداګریز مرستیال او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت د سوداګریز مرستیال محترم خیرالدین مایل احمدي په حضور کې، د خونې له عمومي رئیس محترم سید کریم هاشمي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کابل خونې د رهبرۍ هیئت د خصوصي سکتور د ستونزو د رسېدنې او د خونې د چارو د ښه والي په برخه کې د عمومي رئیس د هڅو ستاینه وکړه او محترم هاشمي او د خصوصي سکتور رهبرۍ ته یې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي سید کریم هاشمي د کابل خونې د رهبرۍ هیئت له حضور څخه مننه وکړه او د دې خونې د فعالیتونو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، همدارنګه یې د مرکزي خونې او ولایتي خونو د وضعیت د ښه والي په برخه کې پر لا زیاتو هڅو تأکید وکړ.
سهشنبه، د زمری۲۱مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ د هیئت د غړو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس سره لیدنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode