د افغانستان د وچې مېوې مارکېټ او نندارتون چې د کابل ښاروالۍ او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د عامه او خصوصي مشارکت په توګه، د شاوخوا ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، نن د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال او اجرائیه رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل ښاروالۍ چارواکو، او ګڼ شمېر سوداګرو او د اتحادیو مشرانو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي آرین زلګي عظیمي د دې مارکېټ او نندارتون پرانسته د وچې مېوې د سکتور د ودې برخه کې یو مهم ګام وباله.
هغه د بهرنیو بازارونو، په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو او ترکیې کې د وچې مېوو او محصولاتو د خرڅلاو برخه کې د خونې له لوري د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
نورو ویناوالو هم د دې مارکېټ او نندارتون پرانیستل د هېواد د وچې مېوې د سکتور د انسجام او پراختیا لپاره باارزښته وبلل.
دغه نندارتون او مارکېټ د کابل ښار د باغ قاضي اړوند د بهزاد تاریخي سینما ساحه کې جوړ شوی چې ۱۹۰ دوکانونه او د نندارتون دایمي سالون لري.
دوشنبه، لیندۍ ۳مه، ۱۴۰۴
د افغانستان د وچې مېوې مارکېټ او نندارتون پرانیستل شو
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode