15
اتوار, فبروري
0 New Articles

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي د امام ابوحنیفه(رح) له څلورم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه

کابل
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امام ابوحنیفه(رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په دویمه ورځ، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړو، ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره هیئت رئیس، همایون خواجه‌زاده د مدیره هیئت سوداګریز مرستیال، ذبیح‌الله مؤمن‌زاده د مدیره هیئت غړی او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د نندارتون له بېلابېلو برخو او غرفو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو د کار او فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یې معلومات واخیستل.

 

سه‌شنبه، د لړم ۲۷ مه، ۱۴۰۴ کال