15
اتوار, فبروري
0 New Articles

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت د لومړي مرستیال د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ شورا له رئیس سره لیدنه

کابل
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي احمدشاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ شورا رئیس ښاغلي توکل احمدیار سره د هغوی په نوي دفتر کې چې د دبۍ په ښار کې موقعیت لري، لیدنه وکړه او د نوي دفتر د جوړولو او د پانګونې د نوو پروګرامونو په اړه یې خبرې او بحث ترسره کړل.
د کابل خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال د افغانستان د تاجران د نړیوالې سوداګرۍ د فعالیتونو د انسجام په برخه کې د ښاغلي احمدیار هڅې وستایلې او ورته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ شورا رئیس، ښاغلي توکل احمدیار، د خپلو کاري پروګرامونو او په دبۍ ښار کې د نوي دفتر د جوړېدو په اړه وضاحت ورکړ او د ښاغلي حکیمي له حضور څخه یې مننه او قدرداني څرګنده کړه.

 

دوشنبه، د لړم ۲۶ مه، ۱۴۰۴ کال