15
اتوار, فبروري
0 New Articles

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه

کابل
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلو: آرین ذلګي عظیمي د پانګونې مرستیال، عنایت‌الله صدیق‌زي د خدماتي چارو مرستیال، حاجی عبیدالله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی، همایون خواجه‌زاده د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال او غلام سخي محمدي د دې خونې اجرائیوي رئیس، د یو شمېر تاجران په حضور کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي سره ولیدل او د پاکستان سره د هېواد په سرحدي لارو کې د زرګونو سوداګریزو کانتینرونو د بند پاتې کېدو په اړه بحث او نظر تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو او تاجران، د نږدې اته زره (۸۰۰۰) سوداګریزو کانتینرونو د دواړو غاړو په بند پاتې کېدو خپلې ستونزې مطرح کړې، د دې وضعیت له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړه او د موجودې ستونزې د حل لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ د ښاغلي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغوی د کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې د افغان تاجران د زرګونو کانتینرونو بند پاتې کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې جدي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې د دې بهیر دوام د تاجران او د هېواد اقتصاد ته د لسګونو میلیونو ډالرو زیان اړولی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجران ستونزې واورېدې او د رامنځته شوو مشکلاتو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې له د هېواد له تاجران وغوښتل چې د راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره له بدیلو لارو څخه استفاده وکړي.

 

سه‌شنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۴ کال