ښاغلي احمدشاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلو خانجان الکوزی د افغانستان–پاکستان د ګډې خونې رئیس، استاد شجاعالدوله، طاهر حمادي، فاروق انوري او امینالله احمدزي د هېواد له مخکښو تاجران څخه حاضر وو، د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له سوداګریز مرستیال ښاغلي حاجي رفیع عظیمي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي حکیمي او ملګرو یې د ښاغلي عظیمي ټاکنه د یادې خونې د سوداګریز مرستیال په توګه مبارکي وویله او دا ټاکنه یې د سوداګرۍ د ودې او ښه والي په لور یو مهم ګام وباله.
ښاغلي الکوزي د محترم عظیمي پخوانۍ کړنې اغېزمنې وبللې او د راتلونکو چارو د پرمخ بېولو په برخه کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي رفیع عظیمي د حاضرینو له حضور څخه مننه وکړه، خپله نوې دنده یې یو ستر مسؤلیت وباله او د تاجران او د خصوصي سکتور د ټولنې د خدمت په برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.
یکشنبه، د لړم ۴مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له سوداګریز مرستیال سره تعارفي لیدنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode