15
اتوار, فبروري
0 New Articles

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال د کابل خونې لیدنه

کابل
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت د پانګونې مرستیال، ښاغلي آرین ذلگي عظیمي، د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس ښاغلي محمد ولي امیني او د یو شمېر تاجران په حضور کې، له ښاغلو احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال، رحمت‌ګل رسولي د مدیره هیئت غړي او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت له رئیس سره لیدنه وکړه.
د کابل خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال د کابل خونې د وروستیو څو کلونو د فعالیتونو لنډه کتنه وړاندې کړه او د کابل خونې د ودې او پراختیا په موخه یې د نوې رهبرۍ د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عظیمي د خونې نوې رهبرۍ د خصوصي سکتور د وضعیت د ښه والي لپاره ژمنه وبلله او د ولایتي خونو د فعالیتونو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کابل خونې مرستیالانو د خونې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنې وکړې، د اجرائیوي هیئت د کارکوونکو د فعالیتونو له څرنګوالي خبر شول او د چارو د لا ښه پلي کېدو او د خونې د خدمتونو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

 

چهارشنبه، د تله ۲مه، ۱۴۰۴ کال