03
جمعه, اپریل
3 New Articles

ښاغلي احمدشاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ شورا رئیس ښاغلي توکل احمدیار سره د هغوی په نوي دفتر کې چې د دبۍ په ښار کې موقعیت لري، لیدنه وکړه او د نوي دفتر د جوړولو او د پانګونې د نوو پروګرامونو په اړه یې خبرې او بحث ترسره کړل.
د کابل خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال د افغانستان د تاجران د نړیوالې سوداګرۍ د فعالیتونو د انسجام په برخه کې د ښاغلي احمدیار هڅې وستایلې او ورته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ شورا رئیس، ښاغلي توکل احمدیار، د خپلو کاري پروګرامونو او په دبۍ ښار کې د نوي دفتر د جوړېدو په اړه وضاحت ورکړ او د ښاغلي حکیمي له حضور څخه یې مننه او قدرداني څرګنده کړه.

 

دوشنبه، د لړم ۲۶ مه، ۱۴۰۴ کال

ښاغلو: آرین ذلګي عظیمي د پانګونې مرستیال، عنایت‌الله صدیق‌زي د خدماتي چارو مرستیال، حاجی عبیدالله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی، همایون خواجه‌زاده د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال او غلام سخي محمدي د دې خونې اجرائیوي رئیس، د یو شمېر تاجران په حضور کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي سره ولیدل او د پاکستان سره د هېواد په سرحدي لارو کې د زرګونو سوداګریزو کانتینرونو د بند پاتې کېدو په اړه بحث او نظر تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو او تاجران، د نږدې اته زره (۸۰۰۰) سوداګریزو کانتینرونو د دواړو غاړو په بند پاتې کېدو خپلې ستونزې مطرح کړې، د دې وضعیت له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړه او د موجودې ستونزې د حل لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ د ښاغلي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغوی د کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې د افغان تاجران د زرګونو کانتینرونو بند پاتې کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې جدي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې د دې بهیر دوام د تاجران او د هېواد اقتصاد ته د لسګونو میلیونو ډالرو زیان اړولی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجران ستونزې واورېدې او د رامنځته شوو مشکلاتو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې له د هېواد له تاجران وغوښتل چې د راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره له بدیلو لارو څخه استفاده وکړي.

 

سه‌شنبه، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۴ کال

ښاغلي احمدشاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلو خانجان الکوزی د افغانستان–پاکستان د ګډې خونې رئیس، استاد شجاع‌الدوله، طاهر حمادي، فاروق انوري او امین‌الله احمدزي د هېواد له مخکښو تاجران څخه حاضر وو، د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له سوداګریز مرستیال ښاغلي حاجي رفیع عظیمي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي حکیمي او ملګرو یې د ښاغلي عظیمي ټاکنه د یادې خونې د سوداګریز مرستیال په توګه مبارکي وویله او دا ټاکنه یې د سوداګرۍ د ودې او ښه والي په لور یو مهم ګام وباله.
ښاغلي الکوزي د محترم عظیمي پخوانۍ کړنې اغېزمنې وبللې او د راتلونکو چارو د پرمخ بېولو په برخه کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي رفیع عظیمي د حاضرینو له حضور څخه مننه وکړه، خپله نوې دنده یې یو ستر مسؤلیت وباله او د تاجران او د خصوصي سکتور د ټولنې د خدمت په برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.

 

یکشنبه، د لړم ۴مه، ۱۴۰۴ کال

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت د پانګونې مرستیال، ښاغلي آرین ذلگي عظیمي، د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس ښاغلي محمد ولي امیني او د یو شمېر تاجران په حضور کې، له ښاغلو احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال، رحمت‌ګل رسولي د مدیره هیئت غړي او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت له رئیس سره لیدنه وکړه.
د کابل خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال د کابل خونې د وروستیو څو کلونو د فعالیتونو لنډه کتنه وړاندې کړه او د کابل خونې د ودې او پراختیا په موخه یې د نوې رهبرۍ د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عظیمي د خونې نوې رهبرۍ د خصوصي سکتور د وضعیت د ښه والي لپاره ژمنه وبلله او د ولایتي خونو د فعالیتونو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کابل خونې مرستیالانو د خونې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنې وکړې، د اجرائیوي هیئت د کارکوونکو د فعالیتونو له څرنګوالي خبر شول او د چارو د لا ښه پلي کېدو او د خونې د خدمتونو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

 

چهارشنبه، د تله ۲مه، ۱۴۰۴ کال

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي توکل احمدیار، د ښاغلو احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال، میر زمان پوپل د مرکزي خونې د اجرائیوي هیئت د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، عبدالسلام کوهي حقوقي سلاکار، نجیب‌الله فضلي د بشري سرچینو آمر، او غلام سخي محمدي د کابل خونې د اجرائیوي هیئت رئیس په ملتیا د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه لیدنه وکړه.
د خونې عمومي رئیس د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د اړوندو ډیپارټمنټونو کارکوونکو ته یې تاجران ته د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو لارښوونه وکړه. همدارنګه یې د کابل خونې د فعالیتونو د لا ښه کېدو او پیاوړتیا څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.
ښاغلي احمدشاه حکیمي د مرکزي خونې د عمومي رئیس او مدیره هیئت له دوامدارې پاملرنې او ملاتړ څخه د کابل خونې په استازیتوب مننه او قدرداني څرګنده کړه.

 

شنبه، د زمری ۴مه، ۱۴۰۴ کال


د کابل نغدي او غیرنغدي مرستې، چې د کابل د مرستو د راټولولو او انسجام د موظف کمېټې د هڅو په پایله کې راټولې شوې وې، انتقال او د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو د رسېدنې کمېټې ته وسپارل شوې.
یادې مرستې، چې نږدې دوه نیم میلیونه افغانۍ، شاوخوا ۱۱ زره امریکایي ډالر نغدي پیسې او لسګونه قلمه بېلابېل توکي پکې شامل وو، د یوې موظف کمېټې له لوري راټولې شوې وې چې د امارتي ادارو، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د خصوصي سکتور د نورو بنسټونو استازي پکې شامل وو. دا مرستې د همدې کمېټې د استازو له خوا کونړ ولایت ته ولېږدول شوې او د یاد ولایت مسؤلینو ته وسپارل شوې.
د کونړ ولایت د مقام مرستیال د کمېټې له استازو سره په لیدنه کې د کابل د نغدي او غیرنغدي مرستو، او په ځانګړي ډول د کابل د ولایت د مقام له همکارۍ مننه وکړه، او له مرستندویو بنسټونو او خیرښوونکو یې وغوښتل چې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بیارغونې او مېشتېدو لپاره د ساختماني موادو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

 

چهارشنبه، د وږی ۲۶مه، ۱۴۰۴ کال

ښاغلي احمدشاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، له ښاغلي محمد یوسف وفا د بلخ والي سره د یاد ولایت په منځ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې، ښاغلي حکیمي د بلخ د والي د هڅو او کړنو ستاینه وکړه چې د خصوصي سکتور د فعالیتونو د ښه والي او همغږۍ په برخه کې یې ترسره کړي دي او همداراز یې پر هغو ستونزو هم رڼا واچوله چې په اوس وخت کې خصوصي سکتور ورسره مخ دی، او د لا ډېرو پاملرنوغوښتنه یې وکړل.
ښاغلي وفا د سوداګرو او پانګوالو فعالیتونه د خلکو د ژوند د ښه والي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر مهم وبلل، او ژمنه یې وکړه چې د لا زیاتو او غوره آسانتیاوو د برابرولو لپاره به هر اړخیز هڅې او همکاري کوي

 

پنجشنبه، د چنګاښ ۲۶ مه  ۱۴۰۴ کال

زیاتې مقالې …