د کابل نغدي او غیرنغدي مرستې، چې د کابل د مرستو د راټولولو او انسجام د موظف کمېټې د هڅو په پایله کې راټولې شوې وې، انتقال او د کونړ ولایت د زلزلهځپلو د رسېدنې کمېټې ته وسپارل شوې.
یادې مرستې، چې نږدې دوه نیم میلیونه افغانۍ، شاوخوا ۱۱ زره امریکایي ډالر نغدي پیسې او لسګونه قلمه بېلابېل توکي پکې شامل وو، د یوې موظف کمېټې له لوري راټولې شوې وې چې د امارتي ادارو، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د خصوصي سکتور د نورو بنسټونو استازي پکې شامل وو. دا مرستې د همدې کمېټې د استازو له خوا کونړ ولایت ته ولېږدول شوې او د یاد ولایت مسؤلینو ته وسپارل شوې.
د کونړ ولایت د مقام مرستیال د کمېټې له استازو سره په لیدنه کې د کابل د نغدي او غیرنغدي مرستو، او په ځانګړي ډول د کابل د ولایت د مقام له همکارۍ مننه وکړه، او له مرستندویو بنسټونو او خیرښوونکو یې وغوښتل چې د زلزلهځپلو کورنیو د بیارغونې او مېشتېدو لپاره د ساختماني موادو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
چهارشنبه، د وږی ۲۶مه، ۱۴۰۴ کال
د کابل مرستې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته وسپارل شوې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode