ښاغلي ډاکتر ملا عبدالواسع، د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر رئیس، په داسې حال کې چې د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تجارتي مرستیال او د یاد پارک شریک ښاغلي احمدشاه حکیمي او د ګڼ شمېر سوداګرو یې ملتیا کوله د شنو صنايعو له فابریکو، بېلابېلو ساحو او له جومات څخه چې په دهسبز، کابل ولايت کې موقعیت لري، لیدنه وکړه او د دې صنعتي پارک د کارکوونکو هڅې یې وستایلې.
ښاغلي حکیمي، د ریاست الوزرا مقام د دفتر رئیس او د هغه مل پلاوي راتګ د شنو صنايعو پارک ته تود هرکلی وویلو، د پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ یې د حکومت له لوري هېواد کې د هغوي د لا زیاتو پانګونو د هڅونې لپاره مهم وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د یاد پارک د خدمتونو د لا ښه والي په برخه کې به هڅې جاري ساتي.
ښاغلي ملا عبدالواسع د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د صنعتي پارکونو او تولیدي فابریکو رامنځته کول ډېر مهم وبلل، او له هغو پانګوالو څخه یې مننه وکړه چې د لوړ کیفیت لرونکو تولیداتو جوړولو او خپلو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرولو کې هڅې کوي. نوموړي اسلامي امارت د صنعت سکتور د ملاتړ او پراختیا ته ژمن وباله او ډاډ یې ورکړ چې د دوی له اوسنیو ستونزو سره د مرستې په برخه کې به همکاري وکړي
جمعه د ۱۴۰۴ کال د غویی ۱۲مه
د ریاست الوزرا د دفتر رئیس له شنو صنعتي پارک څخه لیدنه و کړل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode