د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی توکل احمدیار به داسې حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي غړي ښاغلیو: میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست، محمد انور عارفي عامل پلاوي تخنیکی او پالیسی مرستیال، امانتخان ذمهوار مالي سرمفتش او د عامل د مختلفو دیپارتمنتونو مسوولین یی ملتیا کوله د کابل اتاق د عامل پلاوي کاری چاپیران څخه لیدنه وکړه او له ښاغلی احمدشاه حکیمي، د کابل د اتاق د مدیره هیئت لومړي مرستیال او ښاغلی غلام سخی محمدي د کابل اتاق د عامل پلاوي اجرائیوی رئیس سره ولیدل.
ښاغلي توکل احمدیار د کابل د اتاق له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې ولایتي اتاق فعالیتونه یې ارزښتناک وبلل. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کابل اتاق د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره به لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي احمدشاه حکیمي د اتاق د عمومي رئیس هڅې د خصوصي سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره وستایلې او د کابل اتاق ته د ځانګړې پاملرنې له امله یې ور څخه مننه وکړه.
ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د اتاق اجرائیه رئیس، د عمومي رئیس له لیدنې مننه وکړه او دا لیدنه یې د کارکوونکو لپاره یو مثبت انګیزه وباله چې د لا زیاتو هڅو، ژمنتیا او خدمت سبب ګرځي.
یکشنبه، د وری ۳۱ مه ۱۴۰۴ کال
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس د کابل له ولایتي اتاق لیدنه تر سره کړل.
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode