د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د اجرائیه رئیس د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې له رئیس سره لیدنه ترسره کړل.

کابل
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه هیئت رئیس، د یاد اتاق د اجرائیه غړو په شتون د ښاغلي داکتر فردین غرمان، د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې له رئیس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
ښاغلي محمدي د خصوصي سکتور لپاره د اتاق د خدمتونو او د دې سکتور اړوندو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. نوموړي  روغتیا سکتور د هېواد د خصوصي سکتور یوه مهمه برخه وبلله او د دې برخې د ملاتړ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي غرمان، د اتاق د اجرائیه هیئت د همکاریو څخه مننه وکړه او د لیدنې په ترڅ کې یې پر لاندې مواردو په ځانګړي توګه د ټولنې فعالیتونه، د صحت سکتور کمیټه په اتاق کې، او د کابل ښار د خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو شمېر خبری وکړي. نوموړي د مثبتو اړیکو پر ټینګښت او د روغتیا سکتور د لا انسجام غوښتنه وکړه.

 

 سه‌شنبه، د وری ۲۶ مه ۱۴۰۴ کال