د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روژې میاشتې په مناسبت د مرستې ځانګړې پروګرام له لارې، له ۳۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستندویه بستی ووېشلې، چې پکې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې او یوه قوطۍ غوړي شامل وو.د مرستو ویشلو په مراسمو کې ښاغلیو: سید جمیل سادات، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي، د کابل د اتاق لومړی مرستیال، خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیئت غړی او د افغانستان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، غلام سخی محمدي، د کابل د اتاق د اجرائیه هیئت رئیس ګډون درلود.یاده مرسته د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیئت د غړو په مالي ملاتړ ترسره شو. لومړی اړمنې کورنۍ وپېژندل شوې او وروسته د یوه منظم بهیر له لارې هغوی ته مرستې ووېشل شوې.ښاغلي خان جان الکوزی، د کابل د اتاق دا اقدام یو غوره ابتکار او د روژې میاشتې له روحيې سره سم یو نېک ګام وباله. نوموړي نور ولایتي اتاقونه، تاجران او پانګوال وهڅول چې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.دوشنبه، د کب 20 مه 1403 کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د درې سوه اړمنو کورنیو لپاره رمضانی بستی ووېشل شوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode