ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د اجرائیه هیئت رئیس، د یو شمېر سوداګرو او د دې ادارې د کارکوونکو په حضور کې، د عبدالجبار صافي، د پلچرخي د صنعتکارانو د ټولنې له رئیس سره، د یاد ټولنې په دفتر کې لیدنه او مفصله خبرې اترې وکړې.
نوموړي د خصوصي سکتور د ملاتړ، او د دې سکتور د فعالیتونو د لا ښهوالي په برخه کې د اتاق د خدماتو یادونه وکړه، او د پلچرخي د صنعتکارانو د ټولنې د فعالیتونو او د محترم صافي له هڅو یې مننه وکړه.
په دې ناسته کې دواړه خواوو پر ګډو او همغږیو هڅو ټینګار وکړ، څو د صنعت په سکتور کې د پانګونې فرصتونه او ستونزې په ګډه وپېژني او حل لارې ورته ومومي.
ښاغلي عبدالجبار صافي د اتاق د اجرائیه هیئت له غړو د لیدنې مننه وکړه، او د صنعتي پارکونو، فابریکو، پانګونو او د کارموندنې د وضعیت په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ښې همکارۍ او اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
سهشنبه، د سلواغې ۳۰ مه ۱۴۰۳ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د اجرائیه رئیس لیدنه له د کابل پلچرخي د صنعتکارانو د ټولنې له رئیس سره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode