د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړو ښاغلیو: احمدشاه حکیمي د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، همایون خواجه زاده د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال او غلام سخي محمدي د عامل پلاوي رییس له ښاغلي ضیا ابراهیمي د روغتیا سکتور او اولیه موادو سوداګر سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي ابراهیمي د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د جریان څرنګوالي، ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرانو توجه او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه همدارنګه د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره خپله همکارۍ څرګنده کړه.
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړو، د ښاغلي ابراهیمي له خوا د اتاق او خصوصی سکتور سره د فعالې همکاریو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړل چې د موجودو ستونزو د حل په برخه کې به لازمې هڅې او همکاري به جاري وساتي
سه شنبه، د چنګاښ ۴ مه ۱۴۰۴ کال
د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړو د روغتیا او اولیه موادو له یو تن سوداګر سره وکتل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode