15
اتوار, فبروري
0 New Articles

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی توکل احمدیار به داسې حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي غړي ښاغلیو: میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست، محمد انور عارفي عامل پلاوي تخنیکی او پالیسی مرستیال، امانت‌خان ذمه‌وار مالي سرمفتش او د عامل د مختلفو دیپارتمنتونو مسوولین یی ملتیا کوله د کابل اتاق د عامل پلاوي کاری چاپیران څخه لیدنه وکړه او له  ښاغلی احمدشاه حکیمي، د کابل د اتاق د مدیره هیئت لومړي مرستیال او ښاغلی غلام سخی محمدي د کابل اتاق د عامل پلاوي اجرائیوی رئیس سره ولیدل.
ښاغلي توکل احمدیار د کابل د اتاق له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې ولایتي اتاق فعالیتونه یې ارزښتناک وبلل. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کابل اتاق د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره به لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي احمدشاه حکیمي د اتاق د عمومي رئیس هڅې د خصوصي سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره وستایلې او د کابل اتاق ته د ځانګړې پاملرنې له امله یې ور څخه مننه وکړه.
ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د اتاق اجرائیه رئیس، د عمومي رئیس له لیدنې مننه وکړه او دا لیدنه یې د کارکوونکو لپاره یو مثبت انګیزه وباله چې د لا زیاتو هڅو، ژمنتیا او خدمت سبب ګرځي.

 

یکشنبه، د وری ۳۱ مه ۱۴۰۴ کال

ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه هیئت رئیس، د یاد اتاق د اجرائیه غړو په شتون د ښاغلي داکتر فردین غرمان، د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې له رئیس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
ښاغلي محمدي د خصوصي سکتور لپاره د اتاق د خدمتونو او د دې سکتور اړوندو بنسټونو تر منځ د همغږۍ او اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. نوموړي  روغتیا سکتور د هېواد د خصوصي سکتور یوه مهمه برخه وبلله او د دې برخې د ملاتړ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي غرمان، د اتاق د اجرائیه هیئت د همکاریو څخه مننه وکړه او د لیدنې په ترڅ کې یې پر لاندې مواردو په ځانګړي توګه د ټولنې فعالیتونه، د صحت سکتور کمیټه په اتاق کې، او د کابل ښار د خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو شمېر خبری وکړي. نوموړي د مثبتو اړیکو پر ټینګښت او د روغتیا سکتور د لا انسجام غوښتنه وکړه.

 

 سه‌شنبه، د وری ۲۶ مه ۱۴۰۴ کال

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روژې میاشتې په مناسبت د مرستې ځانګړې پروګرام له لارې، له ۳۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستندویه بستی ووېشلې، چې پکې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې او یوه قوطۍ غوړي شامل وو.
د مرستو ویشلو په مراسمو کې ښاغلیو: سید جمیل سادات، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي، د کابل د اتاق لومړی مرستیال، خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې  اتاق د مدیره هیئت غړی او د افغانستان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، غلام سخی محمدي، د کابل د اتاق د اجرائیه هیئت رئیس ګډون درلود.
یاده مرسته د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیئت د غړو په مالي ملاتړ ترسره شو. لومړی اړمنې کورنۍ وپېژندل شوې او وروسته د یوه منظم بهیر له لارې هغوی ته مرستې ووېشل شوې.
ښاغلي خان جان الکوزی، د کابل د اتاق دا اقدام یو غوره ابتکار او د روژې میاشتې له روحيې سره سم یو نېک ګام وباله. نوموړي نور ولایتي اتاقونه، تاجران او پانګوال وهڅول چې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
 
 

دوشنبه، د کب 20 مه 1403 کال 

ښاغلي غلام سخی محمدي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د اجرائیه هیئت رئیس، د یو شمېر سوداګرو او د دې ادارې د کارکوونکو په حضور کې، د عبدالجبار صافي، د پلچرخي د صنعت‌کارانو د ټولنې له رئیس سره، د یاد ټولنې په دفتر کې لیدنه او مفصله خبرې اترې وکړې.
نوموړي د خصوصي سکتور د ملاتړ، او د دې سکتور د فعالیتونو د لا ښه‌والي په برخه کې د اتاق د خدماتو یادونه وکړه، او د پلچرخي د صنعت‌کارانو د ټولنې د فعالیتونو او د محترم صافي له هڅو یې مننه وکړه.
په دې ناسته کې دواړه خواوو پر ګډو او همغږیو هڅو ټینګار وکړ، څو د صنعت په سکتور کې د پانګونې فرصتونه او ستونزې په ګډه وپېژني او حل لارې ورته ومومي.
ښاغلي عبدالجبار صافي د اتاق د اجرائیه هیئت له غړو د لیدنې مننه وکړه، او د صنعتي پارکونو، فابریکو، پانګونو او د کارموندنې د وضعیت په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ښې همکارۍ او اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ.

 

 سه‌شنبه، د سلواغې ۳۰ مه ۱۴۰۳ کال