دغه کاری سفر چې د ارزګان ولایت د ستونزو د حل او پرمختګ په موخو د دغه ولایت مرستیال والي الحاج ملا باري ګل طالب په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی چي د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج حاجي حبیب الله عمر، د اتاق مالي او اداري رئیس الحاج ملا فضلالله "بلال"، او د ارګ امنیتي مسؤول الحاج عبدالله صاحب شامل دي.
د سفر په ترڅ کې یاد پلاوي نن ورځ د فواد عوامي وزارت له سرپرست وزیر، الحاج ملا محمد عیسی "ثانی" سره لیدنه ترسره کړي چي د لیدولو پر مهال، د ارزګان او کندهار ولایتونو ترمنځ د ناسمې لارې ستونزه مطرح شوه، چې له امله یې سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
د ارزګان ولایت یاد پلاوي له وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه چې د دغې لارې پاتې ۲۵ کیلومتره خامه څړک ژر تر ژره باید راته جوړ کړي تر څو خلک له تګ راتګ، سوداګرۍ، او نورو خدماتو کې اسانتیاوې ترلاسه کړي. د دوی په وینا، د دې لارې بشپړول به د سیمې اقتصادي وده، سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د خلکو ورځنی ژوند کي مثبت او اغېزمن تمام سي.
د فواد عوامي وزارت سرپرست وزیر، الحاج ملا محمد عیسی "ثانی"، د ارزګان د پلاوي غوښتنه په غور واورېده او ډاډ یې ورکړ چې وزارت به د یادې لارې د جوړېدو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه چې دا پروژه به د خلکو لپاره ډېر اهمیت ولري او د سیمه ییز انکشاف برخه کې یو مهم بدلون رامنځته کړي.
نن په آقینه تجارتي بندر کې د یو معیاري او ستندرد ټیر پارک د پرانیستې مراسم د مدني او نظامي دولتي چارواکو، سوداګرو، علماوو، روحانیونو او د اندخوی د څلورو ولسوالیو د سپینږیرو په ګډون ترسره شول.
یاد لوی پروژه د ترانسپورت وزارت او خصوصي سکتور په نوښت جوړ شوی، او اوس یې رسماً ګټهاخیستنه پیل شوه. په دې پارک کې د مراجعینو لپاره ټول اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.
په یادو مراسمو کې د فاریاب ولایت د مقام مرستیال، د ترانسپورت وزارت استازی، د خصوصي سکتور استازی، ښاغلی عبدالمجید نیازی د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د علماوو استازی، د پروژې تطبیقوونکي استازی او د څلورو ولسوالیو د خلکو استازی خبرې وکړې، او د غونډې په پای کې یې د دې پروژې بنسټ کېښود.
دغه کتنه چی نن چهار شنبه د روزګان ولایت د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل اخند په مشرۍ چي د روزګان د سوداګرۍ خوني رئیس الحاج حبیب الله "عمر"، الحاج ملا عبدالله صاحب او د سوداګرۍ خوني مالي او اداري رئیس ملا فضلي الله "بلال" د ملی پر اختیا وي شرکت داجرایئوی رئیس عبدالرحمن "عطا ش" سره دآغاجان بند دپروژي او یولړ نورو مهمو پر مختیاوی پروژو په اړ مهمه ناسته ترسره کړه.
دغه پلاوی چی د روزګان ولایت دمرستیال والی په مشری د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب مر کز کابل به سفر تللي تر څو ددغه ولایت د اوسېدونکو شته ستونزی تر مربوطه مسوؤلینو پوري ورسوی چی نن د ملی پرا ختیاوی شرکت د اجرایئوی رئیس سره د لاندي مهمو او حیاتي پروژو په اړه هر اړخیز بحث وکړي لکه د آغاجان د بند عملي چارو لا ګرندي کول کوم چی ددغه ولایت په اقتصاد ، کرني او بریښناء په برخه کي دپام وړ بدلون راولي.
د ملی پر اختیاوی شرکت اجرایئوی رئیس انجنیر عبدالرحمن عطاش ژمنه ورسره کړي چي دتر سره شوی قرار داد له مخی د آغاجان دبند د پروژي رغیدل ددغه شرکت په لومړیتوبونو کي دي چي ډیر ژیر به په عملی چارو کی نور هم ګړندیتوب راسي چی ددغه بند په رغولو سره ددغه ولایت په اقتصادي او تجارتي برخه کي د پام بدلونه راسي نوموړی چی څه موده مخکي دیو تخنیکي ټیم سره دغه ولایت په سفر راغلي، دآغاجان دبند د پروژی دعملي چارو څخه دنږدی هم لیدنه ترسره کړي وه.
نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۲
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشر او د هرات د خصوصي سکتور د مرستندويه کمېټې مشر محترم محمدیونس قاضيزاده، د هرات د خصوصي سکتور د مرستندويه کمېټې غړی او د دې ولایت د صنایعو او کانونو د اتاق مشر محترم الحاج ناصر امین، د خدماتو مرستیال محترم الحاج عبدالله دشتي، د مالي چارو رئیس محترم الحاج انجنیر محمد ګل محمودي، اجرایوي آمر محترم محمد یوسف امین او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارانو یوې ډلې د اسلام کلا پولې ته سفر وکړ او د وضعیت د ارزونې پرمهال، چې اوس مهال د سیمه ییزو چارواکو لخوا تر کنټرول لاندې دی، دوی د اسلام کلا پولې څخه کابل ولایت ته د افغان کډوالو د لیږد لویه پروسه پیل کړه.
د هرات ولایت د خصوصي سکتور مرستندويه کمیټه، چې د هرات ولایت د والي شیخالحدیث الحاج مولانا نوراحمد اسلامجار په نوښت او د دې ولایت د ملي سوداګرو او خیریه بسپنه ورکوونکو په شتون سره جوړه شوې وه، دې کمیټې د اسلام کلا په پوله کې د محترمو سیمه ایزو چارواکو سره په همغږۍ کې، له دې پولې څخه د هیواد پلازمینې ته د افغان کډوالو د لیږد لوی پروګرام نن پیل کړ.
د یادونې وړ ده چې دا کمیټه، چې مشري یې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشر محمدیونس قاضيزاده کوي، ټاکل شوې ده چې له نن څخه او په راتلونکو ورځو کې د ولایت د خصوصي سکتور په لګښت پنځه زره (۵۰۰۰) راستنیدونکي کابل ته انتقال کړي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د “مالي تحلیل، مالي ریسک مدیریت او مالي پلان جوړونې” تر عنوان لاندې یو ورځنی تخصصي ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مشورې مرکز په تخنیکي همکارۍ، او د پانګوالو، سوداګرو او خصوصي سکتور د استازو په حضور کې جوړ شو.
د ورکشاپ په پیل کې، د هرات د اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضيزاده وویل چې د دې پروګرام تنظیم د اتاق د مشرتابه د مستقیم ملاتړ څرګندونه کوي او دا یې یو مهم ګام وباله چې د مالي تحلیل، مالي خطر مدیریت او مالي پلان جوړونې زده کړې کولی شي د سوداګرۍ ښه مدیریت ته لاره هواره کړي.
په دوام کې، د پوهنتون یو شمېر استادانو او متخصصینو د ګډونوالو لپاره دقیق او ګټور معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې ډېر نوي کاروبارونه د مالي تحلیل په برخه کې کافي مهارت نه لري، او دا ډول ورکشاپونه کولی شي د دوی ظرفیت د ګټې ارزونې، لګښتونو مدیریت او پانګوالو جذب په برخو کې لوړ کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه وکړه چې د تجارت د ودې او د پانګوالو د ظرفیت لوړولو لپاره به د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مشورې مرکز په همکارۍ نور تخصصي او روزنیز ورکشاپونه هم تنظیم کړي. دا پروګرامونه د مالي پوهې لوړولو، تجارتي فرصتونو پیژندنې او د محلي سوداګرو د توانمندسازۍ موخه لري، او د اقتصادي فعالینو ترمنځ د تجربو تبادله برابروي.
																					
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
     
     
    
