د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۱۵مه نېټه، په نیمروز ولایت کې د اتاق تجارت د غونډو په تالار کې د دغه ولایت د فعالو اتحادیو استازو ګډون سره یوه غونډه ترسره شوه. په دې اتحادیو کې د تېلفروشان اتحادیه، د ترانسپورتي شرکتونو انجمن، د صرافانو اتحادیه، د خوراکي توکو اتحادیه، ترانزیت، کود او بورهفروشي، صادرات، د سیاحتي شرکتونو اتحادیه او نورې اتحادیې شاملې وې.
غونډه د نیمروز د اتاق تجارت او پانګونې مرستیال حاجي غلام محمد نورزی په مشرۍ ترسره شوه. موخه یې د مهاجرینو لپاره د مرستو د مؤثرې همغږۍ رامنځته کول او د دغو مرستو د دوامداره تنظیم لپاره د همکارۍ لارو چارو لټول وو.
په غونډه کې د اتحادیو استازو خپلې نظریې او وړاندیزونه د مرستو د تنظیم، لومړیتوب ټاکلو او عادلانه وېش په اړه وړاندې کړل. همدارنګه، د خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
په نیمروز ولایت کې د سوداګریزو اتحادیو سره د مهاجرینو د مرستو همغږۍ غونډه ترسره شوه (2)
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode