د لغمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي نوبتي ناسته ترسره شوه، چې پکې د رهبرۍ پلاوي رئیس محترم اباسین صافی، د دارالانشاء رئیس محترم حاجي فدا محمد صافی، د سوداګریزو چارو مرستیال محترم حاجي نقیبالله حسینخېل، د رهبرۍ پلاوي غړی محترم حاجي عزیزالرحمن صافی، او د اجرائیه پلاوي غړي محترم خان محمد نیکبین او حاجي علي محمد جبارخېل ګډون کړی و.
په ناسته کې د مطرحو موضوعاتو په اړه د دارالانشاء رئیس محترم حاجي فدا محمد صافي لهخوا معلومات وړاندې شول. د ناستې په پیل کې، د مرکزي اتاق له رهبرۍ پلاوي څخه مننه وشوه، چې د لغمان ولایت لپاره یې د اتاق د تعمیر د جوړېدو منظوري ورکړې ده. همداراز د دفتر د تعمیر د جوړولو پر موضوع بحث وشو، او ټولو ګډونوالو پکې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې د لغمان ولایت له مشهورو او نوموتو سوداګرو څخه محترم حاجي محمد ظاهر حسینخېل هم ګډون کړی و، او د هغه ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې.
په ناسته کې د سوداګرو هغه ستونزې هم مطرح شوې، چې د ویزو، مالیاتو، او جوازونو د ورکړې په برخو کې موجودې دي. پرېکړه وشوه چې د دغو ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره لازمې ناستې ترسره شي.
نېټه: ۱۱/۰۴/۱۴۰۴
د لغمان سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه (2)
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode