کندز: د حاصل‌خېزو ځمکو او خوږو خټکیو ولایت

کندز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کندز ولایت چې د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د خپلو حاصل‌خېزو ځمکو او لوړ کیفیت زراعتي تولیداتو له امله مشهور دی. د دې ولایت تر ټولو مشهور محصولات خوږ خټکی بلل کېږي، چې نه یوازې د هېواد نورو برخو ته انتقالېږي، بلکې ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي. کندز همداراز انګور، انار، مڼې او نور مېوې هم تولیدوي، چې د دې ولایت اقتصاد ته مهم ارزښت لري. که پر عصري اوبو لګولو او ذخیره‌سازۍ تمرکز وشي، نو کندز کولای شي د افغانستان د مېوو د صادرولو یو مهم مرکز شي.