د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه محترم پلاوي غونډه نن د یادې خونې د رئیس ښاغلي محمد یونس قاضيزاده په مشري، او د مشرتابه بورډ د ډېری غړو په حضور کې، د هرات د سوداګرۍ په ودانۍ کې جوړه شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت پیل شوه، او له هغې وروسته د اتاق د دارالانشاء رئیس لخوا د غونډې اجنډا اعلان شوه. د غونډې په لومړۍ برخه کې، د اتاق اجرائیوي آمر د اجرائیوي برخې د بیلابیلو فعالیتونو راپور مشرتابه ته وړاندې کړ او وویل چې اجرائیوي ټیم به روان کال کې هم د ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره په ټولو برخو کې د همکاریو هڅه وکړي.
په غونډې دویمه برخه کې، د مشرتابه غړو د تاجران او پانګوالو د ستونزو د حل او د هیواد د تجارتي فعالیتونو د ودې په موخه بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه، او د اجنډا سره سم لازمې پرېکړې وشوې.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غونډه د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو د ارزونې لپاره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode