په غزني کې د خصوصي سکتور او حکومت تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه (2)

غزنی
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسیدنې او حل لارې موندلو په موخه، د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ریاست کې د خصوصي سکتور او دولتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د غزني ولایت د مقام مرستیال محترم حافظ عبدالرشید عمري د سوداګرۍ پر وده او همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې له سوداګرو او پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.

همداراز، د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس عبدالمتین قلندري وویل چې د ولایت اقتصاد د ودې لپاره پانګونه حیاتي ده. نوموړي زیاته کړه چې اوس په ټول هېواد کې امنیت تأمین شوی او پانګوالو ته زمینه برابره ده. هغه همداراز د کورني تولید ملاتړ او د کرنې د ودې غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ رئیس ابو منصور هم وویل چې اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب دی او زیاته یې کړه چې د څلورو صنعتي پارکونو لپاره ځایونه تثبیت شوي، چې ډېر ژر به د پانګوالو لپاره پکې امکانات برابر شي.

په ناسته کې د اقتصاد رئیس ملا مولاداد حسن، د صنعت او معادن خونې رئیس حاجي عبدالرحمن، د چاپېریال ساتنې رئیس، د اتاق مرستیالان حاجي مردانعلي دریابي او حاجي محمد دقیق، دارالانشاء مسئول حاجي حیات‌الله سلیمي، د جنایي مدیریت استازي، سوداګر او پانګوال هم ګډون درلود او د لا زیاتي همغږۍ غوښتنه یې وکړه.

په پای کې چارواکو د سوداګرو ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.