د بیې کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون غړو خپله کاري ناسته د صنعت او سوداګرۍ ریاست کې ترسره کړه.
غونډه د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د رئیس صاحب د پرانیستونکو خبرو سره پیل شوه.
د دې ناستې موخه د کمیسیون د کاري پلان ښه تطبیق، د نویو توکو او خدماتو د نرخنامې ټاکنه او وېش و.
په دې غونډه کې د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل مدیر، د پیشهورانو او دوکاندارانو د اتاق رئیس، د تېلو او ګازو ټانکونو د اتحادیې مسؤول، د چرګ فارمونو استازی، د قصابانو استازی او د خوراکي توکو د عمده پلورونکو استازی حضور درلود.
د بیې کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون غړو وویل:
د کاري بهیر د ښه والي لپاره باید د یاد کمیسیون طرزالعمل په اصولي او دقیق ډول تطبیق شي، د اصنافو د اجناسو او خدماتو د پلور پر معاملو باید دقیق نظارت وشي. همداراز، د خصوصي سکتور، اصنافو او کسبهکارانو له استازو مننه وشوه او ټینګار وشو چې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره باید د انصاف اصل ته پاملرنه وشي او د نرخنامې مطابق عمل وشي.ورپسې، د اصنافو استازو د کمیسیون د دوامدارو هڅو مننه وکړه، خپل نظریات او ستونزې یې شریکې کړې او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د بامیان ولایت د بیې کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون غونډه جوړه شوه (2)
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode