د بادغیس پسته تر بشپړې پخېدنې مخکې راټوله شوه (2)

بادغیس
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بادغیس پسته د هېواد له هغو طبيعي او لوړ کیفیت لرونکو ډولونو څخه شمېرل کېږي، چې په هېواد کې ډېر شهرت لري.
تر دې مخکې د بادغیس ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر د پستې د محصولاتو د ساتنې لپاره د یو ځانګړي کمیټې د جوړېدو خبر ورکړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي وو چې د بادغیس والي، حافظ محمد امین جان عمري، د یادې کمیټې په لومړۍ ناسته کې ټینګار کړی و چې د پستې تر پخېدو مخکې باید د هغې راټولول منع شي.
هغه له خلکو غوښتنه کړې وه چې د نظم د ګډوډۍ څخه ډډه وکړي او د کرنې وزارت طرزالعمل دې رعایت کړي، څو پسته پوره پخه شي.
ویل شوي چې په دې ناسته کې د اړوندو ادارو مسئولین هم حاضر وو او د بادغیس د طبيعي پستې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي ځواکونه هم موظف شوي وو.
د بادغیس اوسېدونکو هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کړی و او د پستې د محصولاتو د خونديتوب او د وخت نه مخکې د هغې د راټولولو د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.
خو له بده مرغه، لکه د تېرو څو کلونو په څېر، د روان کال د سرطان په ۱۳مه، د جمعې په ماښام، د بادغیس د پستې ځنګلونه د دې ولایت او ګاونډیو ولایتونو د اوسېدونکو له خوا یرغل شول او پستې لا د پخېدو مخکې، خامه او ناپخه راټولې شوې. دا کړنه د دې ولایت د پستې پر قیمت، کیفیت او شهرت بده اغېزه کړې ده.
اوس د بادغیس اوسېدونکي د دې ولایت د طبيعي پستې ځنګلي محصولات راټول کړي او بازار ته یې وړاندې کړي دي.
دا مهال، د پستې یو من (نږدې ۸ کیلوګرامه) چې د "قجوم" خوشه لري، په ۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې د تېر کال او وروستیو کلونو په پرتله د بیې د ټیټېدو ښکارندویي کوي.

نېټه: د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۱۳مه